ډکتور صاحب اشرف غني احمد زي ته سر خلاصۍ لیک
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک


جناب دکتور صاحب اشرف غنې احمد زۍ وروسته له ډیرو کلونو غواړم یوځلې بیا درته دیوې مهمې موضوع په هکله خپل نظریات او پیشنها دات وړاندې کړم ، تر هرڅه نه دمخه زما نیکې هیلې او سلامونه قبول کړه .

لکه څنګه چې تاسې په ۷ تاریخ د جولای ۲۰۱۳ کال په یوه کانفرانس کې وفرمایل چې یو ملې وسله وال پوځ باید جوړ شې دتا خبره یو مهم او تاریخی اساس لري ، ما په وار وار په سایټو او فیس بوک کې د یوه قوي مدرن مسلکي وسله وال پوځ ضروت په افغانستان کې د هره لحاظه اړین بللۍ زه فکر کوم که ته یا د تاسې د اجماع نه هر څوک چې ریس جمهرر انتخاب شي اولینه مهمه ستراتیژیکه موضوع او د افغانستان د شتون او ارضي تمامیت له پاره او همدارنګه د همسایه هیوادو د تجاوز او تحریکاتو دمخ نیوي په خاطر او د داخلي تنظیمی لیډرانو او مشرانو ( اسلامی تنظیمو لیډران) چې په وسله وال پوځ کې په زرهاوو افسران او سربازان لري او همیشه هر ریس جمهور چې دخلکو له خوانه انتخاب هم شي نو کیدای شي د تنظیمو له خوانه د لویو ناورینو او چالشو سره مواجه شي نو اولینه خبره داده چې :::

۱- د مکلفیت دوه کلنه دوره فورا رسما اعلان کړۍ، ځکه اول باید د اقتصادي لحاظه ډیرې پیسې صرفه جويي کړۍ( که صرف د یوه سر باز معاش ۱۰۰۰۰ افغانۍ قبول کړو او هغه ضرب د ۳۵۰۰۰۰ نفرو ) کړو او بیا ېې په ۶۵ تقسیم کړو چې د ډالر ننۍ قیمت دی نو دغه جمعا ( ۶۲۵۰۰۰۰۰ ) ډالره کيژي چې که په ۱۲ کې ضرب شي ( ۷۵۰،۰۰۰،۰۰۰ ) ملیون ډالره دیوه کال کیژی چې لا اقل یو د برق بند ور باندې جوړیژي او د مکلفیت دورې سرباز ته صرف ۵۰۰ افغانۍ میاشتنۍ معاش تعین شي او کفایت کوي ، ځکه دری وخته خواړه - سګرت - نسوار - چرس د قطعاتو له خوانه ورکول کیژي ، دغه ۵۰۰ افغانۍ صرف د جمعی د ورځې د چکر او تګ راتګ بازار ته کفایت کوي ، دوهمه خبره چې ډیره مهمه ده هر افغان چې ۱۸ کاله پوره کا بیدون له کوم امتیازه - بیدون له کوم معافیت نه باید د افغانستان ټول اقوام او ملیتونه دوه کلنه د مکلفیت دوره تیره کا ،، دریمه خبره داده چې دهر سرباز مسولیت او مکلفیت ددوی د پلاراو مور له خوانه تضمین شي چې د تیښتې او فرار مخه ونیول شي.

۲ - ډیره مهمه خبره داده چې دغه سربازان به د تنظیمی او خارجي هیوادو له دیکټاته فارغ وي او د کودتا او انقلاب مخه به دهمیش له پاره نیول شوې وي ، او د هر سرباز نه باید تضمین واخیستل شي چې په یوه سیاسی ګوند او سازمان کې تر هغو وخته چې دمکلفیت دوره ېې نه وي تیره کړې شامیلیدلای نه شي او هر کله چې تر خیض تر لاسه کړي هغه وخت کولای شي که کوم ګوند ته شامیلیژي زړه ېې ، مګر افسران او خورد ضابطان هیڅ کله یوه سیاسی ګوند یا سازمان ته تر اخره نه شي شامیلیدلای، او هر هغه افسر یا خورد ضابط چې سیاسی او تنظیمی ګوندو او سازمانو ته شامل شول هغه وخت دوی دوظیفی نه اخراج او نقدی لویه جریمه ورنه اخیستل کیژي او په اینده کې یوه دولتی ماموریت ته نه شي کولای ځان شامل کړي.

۳ - وسله وال پوځ ته ټول هغه افسران چې پخوا ( ډي ډي آر ) شوي دیوه سره دنوي سجل په ورکولو سره بیرته وظیفی ته شامل شي البته د فیزیکي حالت په نظر کې نیولو سره ، موږ د ظاهر شاه په دوران کې - د داود خان په دوران کې - د حزب دیموکراتیک خلک افغانستان په دوران کې دمکلفیت دورې جریان درلودو او موږ په هره فرقه کې تعلیمی غونډونه لرل او نوې سربازان مو روزل او تربیه کول ، زه د توپچې قوماندان وم او هلته ساینس او مختلف الات د کوردینات او مسافو او زاویو داندازه کولو له پاره استعمالیدل دهغو بیسیواده سربازانو چې موږ باسیواده کړي وو په کار اچول او موږ ددغو الاتو سربازان چې ابتدایه یا د ۱۲ فارغان وو تربیه کول او هغه الات ېې ډیر ښه استعمالول یو مشاور موږ نه درلودو ، نني مشاورین دیوه سره بیسیواده کسان دی، او زموږ په اراضي هم بلد نه دي، موږ ته په ټول وسله وال پوځ کې یو مشاور په کار نه دی او د مشاورینو د معاشاتو او دمشاورینو د خیانتو او تفرقه اچونې او تحریکا تو نه هم خلاصیږو.

۴ - بله مهمه خبره داده چې وسله وال پوځ په ډیرو مدرنو وسلو تجهیز شي او ما د پارالمان غړو او د پارالمان ریس - شکرېې بارکزۍ ته د ډول ډول وسلو نمونې کومې چې ددکتور نجیب ا لله په دوران کې زموږ ملي وسله وال پوځ درلودلې لیږلي ووخو دوی یوه هم د امریکا نه و نه غوښتلې او نه ېې دروسانو نه واخیستې ، دروسانو وسلې زموږ له پاره ډیرې مهمې دي دوستي یوې خواته پریږده ، دامریکا سره لکه تا چې یوه ورځ موږ ته ویل دیپلوماتیکه دوستي په کار ده موږ باید دقیق انتخاب ولرو او لطفا زما مضمون د انتخاب په نامه په وطندار - مشعل سایتو یا فیس بوک کې ولونه تا یوه ورځ موږ ته ویل ( امریکا یانو ته باید ووایو چې تاسې زموږ میلمانه یاست نه زموږ باداران او مالکین ) دتا خبره ډیره مهمه ده ، هغه وخت چې زه د تا دکمپاین یو صادق سړۍ وم په همه حال هیله ده بیا د زمانګل دهاتی - صبور فورمولي چې دزمانګل او جنرال اکرم او اسدا لله چکری په خبرو چې دوی ویل فورمولي د افغانستان ټانکونه په پاکستان خرڅ کړل نو لطفا دغه بیا د ستاد ریس یا ټیم ته شامل نه کړې - رحیمی زما شاګرد وو خو نن حزب لرې او دتا د ټیم یو غړۍ وو وغیره دوی دیوه سره بیسیواده او ابن الوقته او د پیسو میران او ټاکوګان وو( صبور فورمولي او زمانګل د حاجي عبیدالله او هاشم خان ) نه په سمنګانو کې لس زره ډالره غلا کړې وه هغه داستان که غواړې بیا ېې درته لیکم، په ټیم کې ځای ور نه کړې .

۵ - زه باور لرم چې ته یا د تاسې دټیم نه یو بل وطن پرست په را تلونکو انتخاباتو کې برۍ تر لاسه کوۍ نو پیشنهاد کوم تر څو مدرن - متخصص - مسلکي او بیطرفه ، په مدرنو وسلو مجهز وسله وال پوځ جوړ نه کړۍ اجتماعي تحولاتو او تغیراتو ته بیړه مه کړۍ ،ځکه د مجاهدینو امیران - قوماندانان - والیان تر ستونیه په وسلو کې غرق دي او هره شیبه دیوه اړو دوړ او اغتشاش د را منځ ته کیدو احتمال لري نو زه بیا در ته پیشنهاد کوم چې یو ۱۵۰۰۰ نفري د ګارد ریاست جمهوري په نامه قول اوردو په کابل کې عاجل تشکیل کړۍ تر څو د تاسې د حکومت او دکابل امنیت تضمین کړي ، د پورتنیو کارو سره جوخت تر هر څه نه مهمه خبره (( لا اقل د پنځو لویو دبرق دبندو )) جوړول پیل کړۍ او ددې تر څنګ یو قول اوردو چې هلته ۱۲۰۰۰ تنه سربازان د ډیرو وطن پرستو افسرانو نه تشکیل کړۍ تر څو د لویو برق بندو - لویو معادنولکه میس - اوسپنه - یورانیم - سمنټ او قیمتي ډبرو معادنو استخراج او انتقال - لویو لارو ساتنه په غاړه ولري، داسې نه شي چې لکه در کرزي په وخت کې د سلما دبرق بند چې ببرک کارمل په هندیانو پیل کړو او دهرات د پل هاشمی فابریکه چې ببرک کارمل په چکانو جوړه کړه او دټولو ماشینو اود پرسونل او کارګرانود بلاکو په شمول تکمیل کړې وو او زما د هرات ۱۷د مې فرقې د کوماندو غنډ هلته پکې پروت وو او دغه تاسیسات ېې ساتل چې بیا مجاهدینو لوټ کړل دغه پروژې دمجاهدینو د دوه مخي سیاست له رویه تکمیل نه شوې او تر نن پورې د ایران له ویرې په کار پیل ونه کړو.






July 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها